طالبان وايي، چې په ننګرهار کې یې د چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۲

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یې د زیاتې اندازې چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه ونیوله.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه چهارتراش لرګي په دریو سوزکي موټرو کې بار و او د طالبانو منسوبینو یې تېره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د قاچاق مخه ونیوله.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه چهارتراش د شپې له خوا د ځایي خلکو له خوا پرې شوي دي.
که څه هم طالبانو په ځلونو د ځنګلي ونو د وهلو په اړه خبرداری ورکړی او پر قاچاق یې دغې ډلې بندیز لګولی؛ خو بیا هم د چهارتراشو د قاچاق په موخه د ځنګلونو وهل دوام لري.
د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم شکايت کوي، چې ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي او اړوند چارواکي یې باید مخه ونیسي.
د راپورونو له مخې؛ د چهار تراشو قیمتي لرګي ډېر کله پاکستان ته لېږدول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ، نورستان پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ځنګلونو وهل روان دي او د دغو ځنګلونو ډېره برخه له منځه تللې ده.
بل خوا د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چي، د ځنګلونو وهل، د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، دوامداره وچکالي، د شین کوریزو ګازونو زیاتېدل او نورې ډېرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې ځمکې ته سخت زیان رسولی دی.
یادې ادارې دغه راز زیاته کړې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی دی.

نور خبرونه

رادیو