په هلمند کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ اووه تنه مړه شوي او درې نور یې ټپیان دي.
دغه سېلابونو وړمه شپه د کجکي ولسوالۍ په قاضي خېلو سیمه کې خلکو ته د سر د زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
سرچېنې وايي، د شړکنده بارانونو له امله په کجکي ولسوالۍ کې د شپې لهخوا د خلکو پر کورونو اوبه ورغلي او ګڼ خلک یې په خوب کې راګېر کړي دي.
له همدې ولایته په یو بل خبر کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د یوه کور چت د پرېوتو له امله دوه ۲ تنه وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو یې ماشوم دی او خاوند یې سخت ټپي شوی دی.
د هلمند تر څنګ د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو راپورونه لاس به لاس کېږي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چارو د وزارت ویاند تېره ورځ ویلي و، چې په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۶زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
جانان سایق د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د سېلاب له امله تر دوه زره ډېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ۲۳ ولایتونو کې دوه زره او ۶۲۷ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه د نړۍ شپږم زیان منوونکی هېواد دی؛ خو د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.
په وروستیو کلونو کې پرله پسې طبیعي افتونه لکه وچکالي، زلزله او سېلابونه د افغانستان په زیانمنوونکو سیمو کې د خلکو د ژوند ژواک، کورونو او زیربناوو د ویجاړېدو لامل شوي دي.