د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې د خلکو پر ځان بسیاینې او د کر کیلې د ډېرېدلو په پار تېر کال شاوخوا ۴۷۰ کیلو مټره د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۹ مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه کانالونه یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ کړي دي.
د خوړو نړۍوال بروګرام وايي، له هغه ځایه چې افغانستان کرنیز هېواد دی او ګڼ خلک یې د ځمکو په کر کېله لګیا دي؛ نو د اوبو د نشتوالي او کموالي له امله هغوی نه شي کولای خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پر مخ یوسي.
په افغانستان کې د څو پر له پسې کلونو وچکالۍ له امله د بزګرانو په کلنیو حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی؛ خو د وروستیو بارانونو له امله هغوی تمه لري، چې سږنی کال به د دوی لپاره د پرېمانۍ او ښو حاصلاتود راټولولو کال وي.
دا رنګه د هېواد په بېلابېلو سېندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او په وچو شویو کاریزونو کې هم خلک په تمه دي، چې یو ځلې بیا به اوبه وبهېږي او د دوی شاړې ځمکې به پرې خړوبه شي.