وروستیو بارانونو په تېرو ۷۵ کلونو کې په متحده عربي اماراتو کې د سخت ورښت ریکارډ مات کړ

AP ۱۴۰۳ وری ۳۰

د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، په دې وروستیو ورځو کې په دې هېواد کې داسې سخت ورښت شوی چې په تېرو ۷۵ کلونو کې د نورو ورښتونو ریکارډ مات کړ.
سېلابونو او توپانونو په ځانګړې توګه ښاري ټرانسپورټ او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

متحده عربي امارات نن هم له سختو توپانونو سره مخ دي چې د دې هېواد ډېرې برخې یې نیولې دي

د متحده عربي اماراتو تر ټولو مهم سوداګریز ښار دوبۍ کې تر هغه وروسته چې توپان د هويي ډګر د الوتنو د ځنډېدو او یا هم د لغوه کېدو لامل شو، د دې هوایي ډګر عملیات همداراز ګډوډ دی.
دغه هوایی ډګر نن سهار اعلان وکړ، چې دې ښار ته د بهرنیو هوايي شرکتونو له خوا لومړي ترمینل ته الوتنې له سره پیل شوي، خو دا الوتنې بیا هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي.
په دې هوایي ډګر کې تر ټولو لوی هوایي شرکت اماراتو اعلان وکړ، چې په دوبۍ کې یې د مساپرو منل بیا پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه توپانونه د یکشنبې په ورځ له عمان څخه په تېرېدو له سې شنبې راهیسي عربي متحده اماراتو رسېدلي دي.
دا توپانونه د دې لامل شوي، چې واټونه د اوبو د ډېرېدو له امله بند شي.
د راپورونو له مخې، په عمان کې شلو کسانو او په عربي متحده اماراتو کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
چارواکو دولتي کارکوونکو او زدکوونکو ته لارښوونه کړې، تر هغه چې لارې بندې دي په خپلو کورونو کې پاتې شي.
هواپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې زیاتوالی په ټوله نړۍ کې د سختو موسمي پېښو لامل شوی او په متحده عربي اماراتو او عمان کې اوسني توپانونه یې یوه بېلګه ده.
د لندن د سلطنتي کالج کارپوه کولین کولجا ویلي دي، چې کېدای شي دغه توپان د اقلیمي بدلونونو له امله شدید شوی وي.

اقلیمي بدلون


څیړونکي وړاندوینه کوي، چې اقلیمي بدلون به د تودوخې او رطوبت د زیاتوالي او د فارس خلیج په ځینو برخو کې د سېلابونو د لویو ګواښونو لامل شي.
دا ستونزه به د متحده عربي اماراتو په څېر هیوادونو کې د زېربناوو د نشتون له امله لا پسې پراخه شي.
د متحده عربي اماراتو یوې دولتي ادارې چې د باران د زیاتوالي لپاره د ورېځو څارنه کوي، له توپان مخکې یې دا ډول عملیاتو ترسره کېدل رد کړ.
د اماراتو دولتي خبري اژانس د چهارشنبې په ماښام د اماراتو د رییس محمد بن زاید بیانیه خپره کړه، چې پکې چارواکو د اوښتو زیانونونو د ارزولو او د توپان له امله د زیانمنو کورنیو ملاتړ امر شوی دی.

نور خبرونه

رادیو