په پکتیا ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د ګردېز_خوست لویه لار د غره ښویېدنې له امله د ټرافیکو لپاره وتړل شوه.
د دغو چارواکو په وینا، د پکتیا په سټو کنډو کې د غره ښویېدو له امله دغه لار تړل شوې ده.
دوی زیاته کړې، چې د دغې لویې لارې د بیا خلاصون او پاکولو لپاره هڅې روانې دي.
له بل پلوه د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سمنګان_بلخ لویه لاره چې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه؛ د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
دغه وزارت تېره ورځ خبر ورکړی و، چې د سمنګان_بلخ لویه لار د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده.
دغه لویه لار د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه.
له بل پلوه په فراه ولایت کې هم د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وايي، چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د سېلابونو راوتو او غر ښویېدو له امله تړل شوې ده.
د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ لاره هم د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله تړل شوې ده.
د دغه وزارت په خبره، د دغې لارې د خلاصون لپاره یې هلې، ځلې روانې دي.