ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه پېښه تېره ورځ د نوشکي په سلطاني چړهايي سیمه کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب اوسېدونکي دي.
ویل کېږي، دغه کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان په لور روان وو چې ناپېژاندو کسانو له ګاډي ښکته کړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
ورته مهال پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.