د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د بلوچستان نوشکۍ کې د نهو کسانو وژل کېدو ته په غبرګون کې وویل، په پاکستان کې به د ترهګرۍ تر ختمېدو د دوی مبارزه روانه وي.
تېره ورځ نوشکۍ کې مسافر له موټره ښکته شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.
پاکستان لومړي وزیر دا پېښه غندلو ترڅنګ د ترسره شوې پېښې راپور غوښتی دی.
هغه ژمنه وکړه، چې ددې ترهکریزې پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي.
په همدې حال کې د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري په خپله ټولنیز رسنۍ اېکس کې دا پېښه غندلي ده او د بلوچستان اعلی وزیر ته سپارښتنه کړې ده، چې ددې بې ګناه خلکو قاتلین دې قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي ټینکار کړی، څوک چې په بلوچستان کې د بې ګناه خلکو وېنه تویوي هغوي د بلوچستان پرمختګ دوښمنان دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت اعلی وزیر په خپلې ټولنیز رسنۍ اېکس کې لیکلي، چې اته تنه بې ګناه مزدوران په داسې حال کې چې تفتان ته روان وو، د بلوچستان په نوشکي کې ووژل شول.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب اوسېدونکي دي.
ویل کېږي، دغه کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان په لور روان وو چې ناپېژاندو کسانو له ګاډي ښکته کړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
ورته مهال پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.