د پاکستان د پوځ لوی درستیز له افغانستان سره د دغه هېواد له ګاونډیو سیمو لیدنه کړې

AP ۱۴۰۳ وری ۲۲

د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه له پرتو سیمو لیدنه وکړه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې لوی درستیز د پوځ عملیاتي چمتووالی او د ډېورنډ د کرښې له امنیتي وضعیت څارنه وکړه.

د پاکستاني پوځ لوی درستیز د خوست ولايت سره نږدې د شمالي وزيرستان ميرانشاه او سپين وام باندې دوره کړې ده.

دا پر خوست او پکتیکا د دغه هېواد له هوايي بریدونو وروسته د پاکستان د پوځ د مشر لومړی سفر دی.

د پاکستان هوايي ځواک د اګست په ۲۸مه سهار وختي په پکتیکا او خوست هوايي بریدونه وکړل.

د پوځ په وینا؛ د برید هدف په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ځواکونه وو.

که څه هم افغان طالبان د اسلام اباد متحد بلل کېږي؛ خو واک ته د دې ډلې له راتګ وروسته په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د فعالیتونو له امله د پاکستان امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو