د پاکستان پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګېلاني د دغه هېواد د مشرانو جرګې مشر وټاکل شو

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱

د پاکستان د مشرانو جرګې لپاره د مشرتابه پلاوي د ټاکنو په پایله کې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د پیپل ګوند یو پخوانی مشر یوسف رضا ګېلاني د مشر او د مسلم لیګ (ن) غړی سردار سیدال خان ناصر د هغه د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

دوی دواړه د اېتلافي حکومت له‌خوا دغو څوکیو ته نوماند شوي وو او نور سناتوران دغې سیالۍ ته نه وو ولاړ.
د دغو ټاکنو د بهیر د غونډې مشري چې نن سه شنبه د (اپرېل په نهمه) نېټه وشوه، د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په غاړه وه.
په دغو ټاکنو کې د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف ګوند برخه وانه خیسته او له دغو ټاکنو سره یې پرېکون کړی و.
دا رنګه د ټاکنو په دغه بهیر کې د تحریک انصاف ګوند غړو اعتراض او د دغه ګوند یو غړي علي ظفر غوښتنه کوله، تر هغې چې د خیبر پښتونخوا د ۱۱ سناتورانو برخلیک نه وي جوت شوی؛ نو د ټاکنو دغه بهیر دې وځنډول شي.
په مشرانو جرګه کې د سناتورانو لپاره د لوړې مراسم هم نیول شوي و؛ خو د یو شمېر مخالفو ډلو سناتورانو دغه لوړه هم ترسره نه کړه.

نور خبرونه

رادیو