د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په کوچلاغ او خضدار کې د پرونیو بریدونو په غندلو سره ویلي، چې دا ډول پېښې به د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې د پاکستان هوډ بدل نه کړي.
په دغو بریدونو کې د یو پولیس په ګډون پنځه کسان وژل شوي او تر شلو ټپیان دي.
د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ شهباز شریف نن د دې بریدونو د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده او ټپیانو ته یې د غوره درملنې سپارښتنه کړې ده.
د بلوچستان په کوچلاغ کې بېګا په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یوه پولیس په ګډون درې کسان ووژل او تر پنځلسو ټپیان شول.
ځايي چارواکي وايي، چاودنه له روژه ماتي وروسته د لمونځ ادا کولو پر مهال وشوه.
تر دې پېښې څو کړۍ مخکې مخکې د دې صوبې په خضدار بازار کې هم د چاودنې له امله دوه کسان ووژل او پنځه ټپیان شول.
د بلوچستان یووالي ټولنې پر دې بریدونو اندېښنه ښودلې او له حکومت یې د کوټلو امنیتي ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.
لا هم کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.