پاکستاني رسنۍ: د پوځ لوی درستیز د عمران خان ۲۰ پلویان له زندانه خوشې کړل

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز د عمران خان هغه ۲۰ تنه پلویان له بنده خوشې کړل چې د ۲۰۲۳ کال د مئ په میاشت کې یې د لاریون پر مهال پوځي بنسټونو او وسایلو ته اور ورته کړی و او ویجاړئ یې کړې وې.
دغه ۲۰ کسان د پوځ محکمې په یو، یو کال بند محکوم کړي وو.

پاکستاني رسنیو نن سه شنبه د (وري ۲۰مه) خبر ورکړی چې د دغه هیواد لوی درستیز جنرال عاصم منیر د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند ۲۰ تنه هغه پلویان چې د مئ میاشتې په نهمه نېټه د لاریون پر مهال یې د تاوتریخوالي له جوړولو وروسته پوځي ودانیو او موټرونو ته اور ورته کړی و، خوشې کړي.
د ۲۰۲۳ کال د مئ په نهمه نېټه وروسته له هغې د عمران خان پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړل چې سترې محکمې د عمران خان د نیولو حکم وکړ.
دغه ۲۰ تنه خوشې بندیان د راولپنډۍ، لاهور، ګوجرانوالا، دير او مردان اوسېدونکي دي چې د پوځ محکمې په یو کال بند سزا محکوم کړي وو.
ویل کیږي د پاکستان لوی درستیز دغه ۲۰ تنه د کوچني اختر د رارسېدو په مخه بښلي او د روانې اپریل په شپږمه او اومه نیټه یې خوشې کړي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د پاکستان پوځي محکمې د دغو ۲۰ تنو د بښنې په اړه د دغه هیواد سترې محکمې ته لیکلی حکم استولی او د هغه په رڼا کې سترې محکمې د اختر په مخه دغه بندیان خوشې کړي دي.
د پاکستان جيو نيوز د وري۲۰مه د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی و چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي.
عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د پارلمان د رایو له لارې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو. هغه مهال تحریک انصاف ادعا کړې وه چې د عمران خان پرځول د امریکا لخوا د خپلو سیاسي مخالفانو په ملاتړ تنظیم شوي وو.

نور خبرونه

رادیو