په پام کې ده چې د ایران ولسمشر په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، په پام کې ده چې د ایران ولسمشر د روانې اپرېل میاشتې درېیمه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو ایران او پاکستان د اړیکو او منځني ختیځ د وروستیو ناکراریو په اړه سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې شهباز شریف ته د مبارکۍ په ټلیفوني خبرو کې هغه ابراهیم رییسي پاکستان ته وربللی و.
د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې تېره ورځ دوشنبه د (وري ۲۰مه) راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د روانې اپرېل میاشتې په ۲۲ نیټه پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو په اړیکو به خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د دواړو هیوادونو مشران به د مرغومي په میاشت کې د ایران له لوري د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو او د پاکستان له ورته ځواب وروسته د رامنځته شوې بې باورۍ د لرې کولو په اړه خبرې وکړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د منځي ختیځ د روانو ناکراریو په اړه هم خبرې وکړي.
دا به په پاکستان کې د فبرورۍ میاشتې په ټاکنو کې له منځته راغلي نوي حکومت وروسته پاکستان ته د کوم هیواد د ولسمشر لومړی سفر وي.
ایران د تېر کال په مرغومي میاشت کې د پاکستان پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د پاکستان بلوچستان په پنجګور کې یې د جېش العدل وسله والې ډلې مرکزونه په نښه کړي.
تر هغه وروسته د پاکستان له لوري په ورته ځواب کې د ایران سیستان او بلوچستان په سروان کلي توغندیز بریدونه وشول چې د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړې شوې.
هغه مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د لوړې کچې اړیکې ټینګې شوې او دغه کړکیچ په چټکۍ سره کم شو. د ایران ولسمشر ژمنه وکړه چې اسلام اباد ته به سفر کوي او دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د ډیپلوماتیکو اړیکو د رغولو لپاره به هڅې وکړي چې په راتلونکي کې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
هغه مهال د دواړو هېوادونو تر منځ په خبرو کې په ډاګه شوه چې د ایران ولسمشر به په پاکستان کې تر ټاکنو وروسته دغه هیواد ته سفر کوي.
ایران دا مهال په منځني ختیځ کې د خپلو نیابتي وسله والو ډلو پر مټ له امریکا او اسراییل سره پښې اړم کړې دي.

نور خبرونه

رادیو