د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۰

پاکستاني پولیس وايي د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

پاکستاني پولیس وايي، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او بیا یې له لرې په ریموټ چاودنه ورکړې ده.

ځینو سرچینو د ژوبلو کسانو شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

عیني شاهدان وايي، پېښه کې وژل شوي او ژوبل روژه په خوله ولسي وګړي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله ویلي، چاودنه د یکشنبې ماښام د (وري ۱۹مه) په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د اختر لپاره په سودا اخیستلو بوخت وو.

د وژل شوو او ټپيانو مړي ورڅېرمه د خضدار روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه پورې دا نه معلومه چې دغه برید چا او کومې ډلې کړی خو پولیس وايي په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو