له شمالي وزیرستان څخه سرچینې وايي، په رزمک سیمه کې د رییس خان په نوم د ټي ټي پي ډلې پخوانی قوماندان د حافظ ګل بهادر ډلې له لوري وژل شوی.
خپله د حافظ ګل بهار ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سرچینې وايي، دغه پخوانی وسله وال یې ځکه وژلی چې دا مهال د پاکستان حکومت پلوی و.
د رییس خان په نوم د ټي ټي پي پخوانی قوماندان تېره ورځ یکشنبه د (وري ۱۹مه) د شمالي وزیرستان په رزمک کې ځکه وژل شوی چې پاکستاني حکومت ته تر تسليمېدو وروسته یې په سیمه کې د حکومت پلوه وسله وال رول لوباوه.
د پاکستان حکومت پلوه وسله والو ته د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري د (ګوډ طالب) اصطلاح کارول کیږي.
ويل کیږي، هغه د پاکستان حکومت ته تر تسلیمېدو وروسته د حکومت پلوه وسله والې لونګین ډلې ډلګۍ مشري کوله او په سیمه کې د پاکستان حکومت د مخالفو وسله والو ډلو په وړاندې جنګېده.
دا مهال د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان د ټي ټي پي ګل بهادر وسله واله ډله فعاله ده او په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ په وړاندې جنګیږي.
تېر دوه کلونه په پاکستان کې امنیتي حالت تر بل وخت ترینګلی شوی او د دغه هیواد پر پوځ، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، حکومتي کارکونکو، قومي مشرانو او فعالانو باندې د وسله والو ډلو له لوري ځانمرګي او وسله وال بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې تر پخوا ډیرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.