د تحریک انصاف ګوند خبر ورکړی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د اپریل په میاشت کې له بنده خوشې شي.
ښاغلی خان د۱۴۰۲ کال تلې میاشت کې ونیول شو او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی. نوموړی په څو قضیو کې تورن شوی او په ۳۰ کاله بند محکوم شوی.
د پاکستان جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د وري۲۰مه) د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي. ښاغلي کھوسه وویل: «زه دا په یقین سره وایم چې عمران خان به په اپریل کې خوشې شي.»
په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان په ګډون د دغه ګوند یو شمېر مشرانو د عمران خان د ژر خوشې کېدو په اړه ورته ادعاوې کړې دي.
د تحریک انصاف ګوند مشر لطیف کهوسه له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د عمران خان د خوشې کېدو خبر به د هغه د بند د غځولو لپاره د هرې معاملې مخه ونیسي.
ښاغلي کھوسه وویل چې پخوانی لومړی وزیر په «غچ اخیستنې» باور نه لري او یوازې په دې هېواد کې د اساسي قانون پلي کېدل غواړي.
هغه وويل چې د عمران خان په ضد موجودې دوسیې ډېرې کم ارزښته دي.
تحریک انصاف اوس هم ادعا کوي چې عمران خان په درواغجنو تورونو په زندان کې دی چې سیاسي مخالفان یې هغه له سیاسته لرې وساتي.
عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د پارلمان د رایو له لارې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو. هغه مهال تحریک انصاف ادعا کړې وه چې د عمران خان پرځول د امریکا لخوا د خپلو سیاسي مخالفانو په ملاتړ تنظیم شوي وو.
له دې پېښې وروسته ښاغلی خان په بېلابېلو قضیو کې د ۱۹۰ میلیونو اختلاس، د دولتي ډالیو د خرڅلاو، ناقانونه ودونو، د دولتي رازونو افشا کولو او ترهګرۍ تورن و.