ټي ټي پي په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان پوځ عسکرو ته ویلي چې وسلې په ځمکه کېږدي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۹

د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د دغې ډلې د مشر نور ولي محسود په اختریز پیغام کې د پاکستان پوځ عسکرو ته ويل شوي چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او له دوی سره دې یو ځای شي.

د ټي ټي پي وسله واله ډله دا مهال د پاکستان پوځ او حکومت په وړاندې جنګیږي.

تحریک طالبان پاکستان تېره ورځ شنبه ناوخته د (وري ۱۸مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ عسکرو ته سپارښتنه کړې چې د دوی په وړاندې له جګړې لاس واخلي او وسلې په ځمکه کیږدي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې «د څو فاسدو جنرالانو په مخکې د څو زرو روپیو لپاره مه جنګیږئ، هغوی به ټولې شوې پیسې له ځان سره بهر ته یوسي او تاسو به په میدان پریږدي.»

د ټي ټي پي په دغې اعلامیه کې د پاکستان پوځ د کرایې پوځ بلل شوی او لیکلي یې دي چې په پښتنو سیمو کې وژنې کوي او په کلیو کې ناکرارۍ جوړوي.

تر دې وړاندې هم تحریک طالبان پاکستان په ورته خبرپانو کې د پاکستان پوځ او نورو حکومتي ادارو کارکونکو ته ګواښونه کړي چې د پوځ له لیکو او حکومتي ادارو څخه ووځي کنه دوی به یې ووژني.

تېر دوه کلونه په پاکستان کې امنیتي حالت تر بل وخت ترینګلی شوی او د دغه هیواد پر پوځ، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، حکومتي کارکونکو، قومي مشرانو او فعالانو باندې د وسله والو ډلو له لوري ځانمرګي او وسله وال بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې تر پخوا ډیرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.

د پاکستان لوړپوړي چارواکي په دغه هیواد کې د ناامنۍ ټولو پېښو د پړې ګوته په کابل کې د طالبانو حکومت ته نیسي او ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې ټي ټي پي وسله والې ډلې پناه ځایونه ورکړي او دغه ډله له هغه ځايه په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.

نور خبرونه

رادیو