د پاکستان پوځ وايي په دوو جلا عملیاتو کې یې لس وسلوال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونو یې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې اته وسلوال وژلي دي.

د پاکستان پوځ په یو بله خبرپاڼه کې هم د شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پرمهال د ۲ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د جیو ځايي ټلویزیون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله لیکلي، چې ددغو عملیاتو پر مهال له وسلوالو وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

په دې دواړو خبرپاڼو کې د پاکستان پوځ ټینکار کړی دی، چې د وسلوالو تر ختمېدو پورې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی.

په اعلامیه کې د وسلوالو د وژل کېدو شناخت نه دی په ډاکه شوی، چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې دي.

تر اوسه په سیمه کې وسلوالې ډلې ټي ټي پي کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ډېره اسماعیل کې یو شمیر ځايي اوسیدونکي بیا وايي، چې د شپې لخوا درنه جګړه وه او د چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ اړوند پر یو مرکز راکیټي بریدونه کړي دي.

په برید کې شوي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

میرعلي د پاکستاني طالبانو اړوند حافظ ګل بهادر ګروپ مشر پلرنی ټاټوبی ګڼل کیږي، چې وخت ناوخت په دغه سیمه کې وسلوالو بریدونو راپورونه ورکول کیږي.

نور خبرونه

رادیو