د پاکستان د قانون او سزا وفاقي وزیر نذیر تراړ د پنجشنبې په ورځ د ایران له زندانونو څخه د ۱۶۰ پاکستاني اتباعو د خوشې کولو د وړاندیز په ځواب کې د تهران له یوه پلاوي سره د پاکستان په زندانونو کې د ۶۰ ایراني بندیانو پر خوشې کولو خبرې وکړې.
د دې مسلې په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ بحث یوه پراخه هغه سیمهییزه اندېښنه په ګوته کوي، چې دغه کسان چې د کار لپاره د پولو هاخوا سفر کوي اکثرا د کوچنيو جرمونو پر سر نیول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي:« د قانون وزیر د دې وړاندیز هرکلی وکړ او له خپل لوري یې د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.»
هغه وویل، باید د کورنیو چارو وزارت په مرسته د هغو کسانو لپاره چې په کوم جدي جرم کې ښکېل نه وي، لازم ګامونه واخیستل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له تهرانه د راغلي پلاوي لهخوا د ایراني او پاکستاني بندیانو ټوله شمېره شریکه شوې ده.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی او سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د تګ راتګ او سوداګریزو اسانتیاوو په برابرولو هم هوکړه وکړه.
له بل پلوه پاکستان او ایران په وروستیو میاشتو کې د سرحدي بازارونو په جوړولو سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا په لټه کې دي، چې موخه یې د سیمهییزې سوداګرۍ اسانتیا او د پولې په اوږدو کې د اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.