اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تېر ژمي له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

اروپايي ټولنې تېره میاشت په افغانستان کې د سړې څپې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۱۵۰ زره یورو (چې څه باندې ۱۱ مېلیونه افغانۍ کېږي) ځانګړې کړې دي.

دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې له لارې د بادغیس او کندز په ګډون په ځینو هغو ولایتونو کې چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي د شاوخوا ۱۱زره او ۲۰۰ خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو په برخه کې لېږدول شوې دي.
د دغې ټولنې په وینا، په دغو مرستو کې ګرمې جامې، بوټان، نغدي مرستې چې د ډېرو اغېزمنو خلکو سره مرسته کوي چې خپلې ورځنۍ لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په هغو لوړو پرتو ولایتونو کې چې د سختې واورې او تودوخې درجه په کې تر ټولو ډېره ټیټه وه، سړې څپې لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه کړي او تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان یې اغېزمن کړي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په دغو سیمو کې د تودوخې درجه تر منفي ۳۳ سانتي ګرادو ټیټه شوې وه چې له امله یې تر ۷۰زره ډېر څاروي له منځه تللي او ورسره ډېرو کورنیو خپل عاید له لاسه ورکړ.
خبرپاڼه کې راغلي، چې واورو شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه هم زیانمن کړي دي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې سړې څپې پر څارویو ډېر اغېز کړی دی.
دغه سازمان لیکلي، چې د روان ۲۰۲۴کال د فبرورۍ له ۲۵مې راهیسې لومړني راپورونه ښیي چې له ۲۸۰زرو څخه ډېر څاروي تلف شوي دي.

نور خبرونه

رادیو