د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

د پاکستان لومړي وزیر ته د امریکا د ولسمشر د لیک له استولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

ښاغلي ډار د جمعې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ښاغلي بلینکن ورسره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

ډار زیاته کړې، چې دواړو لورو د سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه لیک کې ویلي و، چې واشنګټن له نړۍوالو او سیمه ییزو ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلام اباد تر څنګ ولاړ دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا، دا له شهباز شریف سره د جو بایډن لومړنۍ اړیکه وه.

نور خبرونه

رادیو