د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د چینايي وګړو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د قانون پلي‌کونکو ادارو ته هدايت ورکړي چي په دغه هېواد کي د چينايي وګړو بشپړ امنیت تضمین کړي۔

نوموړي دا څرګندونې نن په اسلام اماد کې د قانون د حاکمیت او نظم په اړه د لوړپوړو چارواکو یوې غوڼډې ته کړې دي.

ښاغلي شریف، امنیتي چارواکو ته مشوره ورکړې چې د امنیتي ځواکونو او د هغوی د مرکزونو د منظمې څارنې لپاره دې یو هراړخیز پلان جوړ شي.

هغه يو ځل بيا په پاکستان کې ترهګرۍ تر ختمولو پورې د ترهګرو په ضد د جګړې د دوام په اړه د ملي ارادې پر شتون ټینګار کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هیواد د كورنيو چارو وزارت ته هدايت وكړی چې په بیلابیلو ایالتونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارو سره مرسته وکړي چې خپلې چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.

نوموړي پریکړه کړې چې د پاکستان د امنیت او په ځانګړې توګه د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره،‌ چې اوسمهال په پاکستان کې په بیلابیلو پروژو کې کار کوي، به خپله له میاشتنیو امنیتي غوڼډو څارنه کوي.

نور خبرونه

رادیو