د خبریالانو بېلابېلو ټولنو په اسلام اباد کې پر افغان خبریال احمد هنایش د برید غندنه کړې

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

دغو ټولنو په بېلابېلو خبرپاڼو کې لیکلي، چې پر هنایش شوی برید لومړی نه دی او ښايي وروستی هم نه وي.
خبرپاڼو کې راغلي، چې نن سبا افغان خبریالان یوازې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې نه دي؛ بلکې هغه خبریالان چې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي، هم تر ګواښونو لاندې راغلي دي.

دغو ټولنو د پاکستان له حکومت او د خبریالانو د ملاتړ له نړۍوالو ټولنو غوښتي، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي او نړۍواله ټولنه دې د دغو خبریالانو په اېستلو کې عملي ګامونه واخلي.
د ازادۍ راډیو خبریال احمد هنایش تېره شپه ناوخته په پلازمېنه اسلام اباد کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووېشتل شو، چې دا مهال د سختو او ژورو ټپونو له امله په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ډاکتران وایي، چې هغه درې ډزه وېشتل شوی یوه ګولۍ یې په سر لګېدلې او دوه نورې په پښو کې لګېدلی او دا مهال تر عملیات لاندې دی.
ګڼ افغان خبریالان چې د جمهوریت تر سقوط وروسته پاکستان ته کډه شوي د خپل خوندیتوب له امله په اندېښنه کې دي او له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د دوی د کډوالۍ دوسیې دې ژر تر ژره بشپړې او د دوی برخلیک دې روښانه کړي.

نور خبرونه

رادیو