نړۍوال بانک: په پاکستان کې شاوخوا لس مېلیونه وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

نړۍوال بانک په خپل دوه کلن راپور کې د پاکستان ناوړه اقتصادي وضعیت انځور کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د نغدو پیسو کمښت په دغه هېواد کې تر ۱۰ مېلیونو ډېر وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.

د نړۍوال بانک دوه کلن راپور دا په ډاګه کوي، چې پاکستان خپلې ټولې لویې اقتصادي موخې له لاسه ورکړې دي.
دغه نړۍوال راپور ورکوونکي ویلي، وړاندوینه کېږي چې د خپلې لومړنۍ بودجې له موخې پاتې راشي او د پیسو نړۍوال وجهي صندوق د مقرراتو خلاف د پرله پسې درېیو کلونو لپاره په کسر کې پاتې شي.
د دغه راپور لیکوال سید مرتضی مظفري وویل، د بورډ پر بنسټ د اقتصادي بیارغونې نوي پرمختګ سره سره، د بې وزلۍ د راکمولو په برخه کې هڅې کافي نه دي.
د نړۍوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې اقتصادي وده به په سلو کې ۱.۸ ته راښکته شي په داسې حال کې چې د بې وزلۍ کچه به په ۴۰ سلنې کې پاتې شي او نږدې ۹۸ مېلیونه پاکستانیان لا دمخه د بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
راپور د هغو کسانو زیانمنتیا په ګوته کوي، چې یوازې د فقر له کرښې څخه لږ هاخوا دي او ۱۰ مېلیونه خلک د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي.
له بل پلوه راپور وایي، د خېبر پښتونخوا، سند او بلوچستان په ۴۳ کلیوالو سیمو کې چې ډېری یې د ۲۰۲۲ سېلابونو له امله اغېزمنې شوې، د خوراکي توکو د ناامنۍ کچه هم په کې له ۲۹ سلنې څخه ۳۲ سلنې ته د لوړېدو په حال کې ده.
د راتلونکي مالي کال لپاره هم نړۍوال بانک د انفلاسیون کچه ۱۵ سلنه اټکل کړې وه.
نړۍوال بانک ویلي، چې د پاکستان اقتصاد به د روان مالي کال په جون میاشت کې یوازې ۱.۸ سلنه وده وکړي، په داسې حال کې چې رسمي موخه ۳.۵ سلنه ده.
د راتلونکي مالي کال لپاره هم نړۍوال بانک د اقتصادي ودې کچه یوازې ۲.۳ سلنه اټکل کړې، چې د نفوسو د ودې له ۲.۶ سلنې څخه هم ټیټه ده.

نور خبرونه

رادیو