د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یوه راپور په خپرولو سره وایي، چې په افغانستان کې وروستۍ سړې څپې پر څارویو ډېر اغېز کړی دی.
دغه سازمان لیکلي، چې د روان ۲۰۲۴کال د فبرورۍ له ۲۵مې راهیسې لومړني راپورونه ښیي چې له ۲۸۰زرو څخه ډېر څاروي تلف شوي دي.
دغه سازمان وایي، چې روان کال بدخشان تر ټولو سوړ ځای پاتې شوی؛ نو له همدې امله د اغېزمن شویو کلیو شمېر او د سړې څپې کچه لوړه شوې.
د راپور له مخې، د سړې څپې له امله بدخشان، بامیان، دایکندي، غور، نورستان، پنجشیر، پروان او سمنګان په دوې کې تر ټولو زیات اغېزمن شوي ولایتونه دي.
تر دې وړاندې د کب په ۲۳مه نېټه د طالبانو پېښو ته د رسېدو چارو وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې د واورې ورښت، باران او سړې هوا له کبله ۶۰ کسان مړه، ۳۴ ټپیان، ۱۶۴۵ کورونه ویجاړ شوي او ۱۷۷ زره ۹۱۱ څاروي له منځه تللي دي.
له بل پلوه فرانس پرېس اژانس د سړې هوا له امله د تلف شویو څارویو شمېره نږدې اتیا زره ښودلې وه.