ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله څه باندې ۲۸۰ زره څاروي مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، چې په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله تر ۲۸۰ زره ډېر کورني څاروي مړه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، د سختې یخنۍ، بارانونو او سیلابونو له امله په بدخشان، بامیان، غور، نورستان، پنجشیر، پروان او سمنګان کې تر ټولو زیات څاروي مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» نن د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې دغه څاروي د فېبرورۍ په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې په سړه هوا کې مړه شوي دي.

د راپور له مخې، د تېر کال د کب په ۶مه هوا تر ټولو ټیټې کچې منفي ۲۱ ته رسېدلې وه او د ساړه موسم موده په بدخشان او نږدې ولایتونو کې اوږده وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د سږني ژمي تر ټولو سړې ورځې د وري له ۶مې تر ۱۲مې وې.

له دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړى و، چې يوازې په بلخ ولايت کې د واورو او سړې هوا له امله له ١١ زرو څخه زيات څاروي مړه شوي دي.

په وروستیو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې په دومره لوی شمېر کورني څاروي د یخې هوا، بارانونو او سېلابونو له امله مړه کیږي.

نور خبرونه

رادیو