د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو پاکستاني رسنیو ته ويلي چې ټي ټي پي سره خبرې نه کوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو په اونیزه ناسته کې رسنیو ته ويلي چې پاکستان نه غواړي له ټي ټي پي سره خبرې وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې وړمه ورځ د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي و چې پاکستان حکومت دې له ټي ټي پي سره مذاکرات وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو د اونۍ په ناسته کې ويلي چې دغه هيواد اوس مهال په هیڅ صورت له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره خبرو اترو چمتو نه دی.
پاکستاني چارواکو دا خبرې داسې مهال کړې چې وړمه ورځ د طالبانو کورنیو چارو مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان حکومت ته د مشورې په ډول ويلي و چې له ټي ټي پي سره دې د جګړې پر ځای خبرې اترې وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له ټي ټي پي سره د خبرو اترو لپاره د افغانستان غوښتنه رد کړې او ويلي یې دي چې پاکستان به په هیڅ ډول له ټي ټي پي سره خبرو ته حاضر نه شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ترهرګرو ډلو په وړاندې دې کوټلي ګامونه واخلي او هغوی دې وځپي.
تر اوسه پورې طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې نا امنیو زور اخیستی او په دغه هیواد کې د ټولو بریدونو د پړې ګوته پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت ته نیولې او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې ټي ټي پي پر دوی کوي.

نور خبرونه

رادیو