په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یو پېژندل شوی غړی وژل شوی

AP ۱۴۰۳ وری ۱۵

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر نور اسلام نظامي په خېبرپښتونخوا ایالت کې وژل شوی دی.
پر نوموړي د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري برید شوی.

تر اوسه پورې چا او کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي چې پر ښاغلي نظامي د مخ پټو موټرسایکل سپرو له برید وروسته هغوی وتښتېدل او ده د برید په ځای کې ساه ورکړه.
پاکستاني رسنیو ته تېره ورځ سه شنبه د (وري ۱۴مه) ناوخته، پر نور اسلام نظامي د برید خبر ځايي پولیسو هم منلی او وايي، په بریدګرو پسې لټون روان دی.
د نور اسلام نظامي د وژنې په غبرګون کې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یاد ګوند په ایکس پاڼه لیکلي، چې په هېواد کې «قاتلان او ځناور» حاکمان دي.
هغه د نور اسلام نظامي په وژنه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې «ظالمان» پر روژه کې هم پر چا رحم نه کوي.
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې یو ځل بیا نا امنيو زور اخیستی، په وسله والو بریدونو او چاودنو کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشران او غړي د دغو بریدونو له اصلي هدفونو څخه دي.
د پاکستان د تېرو ټاکنو په ورځو کې د کمپاین پر مهال د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی و.

نور خبرونه

رادیو