د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي، پاکستاني طالبان د دوی په څېر ولسي ملاتړ نه لري د پاکستان له حکومت سره دې خبرو اترو ته کیني.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د دوشبني په ماښام په خوست ولایت کې د ګډ روژه ماتي پروګرام ته د خپلې وینا پر مهال د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرو اترو ته په اشارې ویلي، چې جګړه دې نه کوي او په خپل منځ کې دې مذاکرات پیل کړي.
نوموړی وايي،، دواړه لوري دې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
محمد نبي عمري وايي:« که د پاکستان یو مېلیون پوځ لس مېلیونه پوځ هم شي؛ بیا هم مخالفین له منځه نه شي وړلای، باید جګړه و نه شي.»
همدارنګه نوموړی وايي د پاکستان طالبان ولسي ملاتړ نه لري او نه شي کولای چې د پاکستان پوځ ته ماتې ورکړي.
نوموړی وايي:« د پاکستان طالبه یا مجاهده چې د خپل نظام سره په جنګ کې یې، زموږ تجربه دا ده ماته که افغانستان الله په لاس راکړ دا ټول خلک زموږ سره ولاړ وو؛ خو ستاسره (ټيټيپي) کېدای شي زموږ په شان ولسي خلک نه وي ولاړ، که سل کاله له خپل نظام سره وجنګیږې؛ نو سقوط نه شې ورکولای.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکی وايي، د پاکستاني طالبانو او د پاکستان تر منځ د مخالفتونو له امله افغانستان ته پلمې لټول کېږي.
نوموړی وايي:« دلته مشکل موږ ته دی د دغه اور بڅرکې موږ ته راځي.»
د طالبانو دغه چارواکی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې د پاکستان حکومت تل د افغانستان طالبان له ټيټيپي سره په ملاتړ او په پاکستان کې په بریدونو تورنوي؛ خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دغه راز تورونه رد کړي دي.