د طالبانو المرصاد ویبپاڼه وايي، د دغې ډلې بهرنۍ تګلارې پاکستان په نړېواله کچه منزوي کړی

AP ۱۴۰۳ وری ۱۵

په طالبانو پورې تړلې د المرصاد ویب پاڼې په یو مطلب کې لیکلي چې د طالبانو حکومت بهرنۍ تګلارې پاکستان په نړېواله کچه منزوي کړی او باور ته یې زیان ور رسولی.
مطلب وړاندې لیکلي، چې پاکستان د ترهګرو ډلو په کارولو سره غواړي په سیمه او نړۍ فشار واچوي.

د طالبانو المرصاد ویب پاڼې تر دې وړاندې هم د پاکستان په حکومت او پوځ نیوکې کړې او له هغو خبرو پرده پورته کوي چې تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستان تر منځ د یوه راز په توګه خوندي وې.
المرصاد له هغه وروسته دا مطلب لیکلی چې وړمه ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځلې بیا له افغانستانه د دوی د حکومت پر ضد د ګواښونو د ډېروالي خبره کړې وه او دا ځل یې په زغرده ویلي، چې نور د واکمنو طالبانو لپاره د پاکستان انتخابونه مخ په محدودېدو دي.
خواجه اصف د خپل هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال د دغو انتخابونو د محدودېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو د استخباراتو دغې ویب پاڼې وړاندې لیکلي، «سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان په اصطلاح د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم له نړیوالو څخه پرېمانه امکانات او امتیازات ترلاسه کړل، د بهرنیانو سترګو ته یې په خپله چالاکۍ او مکارۍ خاورې ورشیندلې دي.»
د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ چې دوه نیم کاله تېرېږي، په پاکستان کې ځانمرګي او وسله وال بریدونه ډیر شوي او په بیلابیلو هدفي وژنو د دغه هيواد پوځ، پولیس، ولسي کسان او نور فعالان د وسله والو له لوري وژل کیږي چې پاکستان یې د پړې ګوته په کابل کې طالبانو ته نیسي او وايي چې دغه بریدونه تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې څخه پلانوي او بیا په پاکستان کې ناکراري جوړوي.
دغو ناندریو وروسته له هغې زور اخیستی چې تېره میاشت د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځ په یوه مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه وشول چې له شلو زیات پوځیان په کې ووژل او ټپیان شول، چې پاکستان یې په غچ کې د پکتیکا او خوست ځینې سیمې بمبار کړې او د طالبانو په خبره تر نهو پورې ولسي خلک یې په کې ووژل.
المرصاد په دغه مطلب کې لیکلي چې پاکستان په کابل کې له طالبانو سره د جګړې کولو پلمه غواړي خو وايي، د طالبانو مشران نه غواړي اوس د جګړې لاره غوره کړي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هم د دوشبني په ماښام په خوست ولایت کې یوې ولسي ناستې د وینا پر مهال ويلي چې دوی د جګړې توان نه لري، او له پاکستاني طالبانو یې غوښتي چې د پاکستان له حکومت سره دې خبرو ته کیني.

نور خبرونه

رادیو