په پاکستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله ۴۳۰ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۴

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د ترهګریزو پېښو له امله له ۴۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.
دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې په دې موده کې ۳۷۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۴۳۲ وژل شویو کسانو له جملې څخه ۲۴۵ یې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، ۸۶ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي چې د وژل شویو کسانو ۹۲ سلنه یې هم پر همدغو دوو ایالتونو کې ده.
د دغه راپور د موندنو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تاوتریخوالی او بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

په همدې حال کې د پخوا پرتله په بلوچستان ایالت کې د تاوتریخوالي او قربانیانو شمېر ۹۶ سلنه زیات شوی، په سند ایالت کې ۴۷ سلنه، په خیبر پښتونخوا کې ۲۴ سلنه، په پنجاب ایالت کې ۸۵ سلنه او ګلګت بلتستان کې ۶۵ سلنه زیات شوی دی.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د خونړیو بریدونو شاهد و. په تازه پېښه کې د خېبرپښتونخوا د بشام ښار په شانګلې سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې د پنځو چينايي انجنيرانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو