طالبان: په سمنګان ولایت کې ۳۰۰ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج اجازه ورکړل شوه

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په سمنګان ولایت کې یې ۳۰۰ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج جوازونه ورکړي دي.

دغه وزارت ادعا کړې، چې په سمنګانو کې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سمنګان ولایت د طالبانو والي عبدالاحد فضلي په یوه غونډه کې «د کانونو د ساتنې د کمېټې پر جوړولو» ټینګار کړی دی.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته په ولایتونو کې د کانونو په استخراج تمرکز زیات کړی دی.

امریکايي مجلې فارین پالیسي روانه میاشت راپور ورکړی و، چې په القاعده پورې تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو د کانونو له عوایدو ګټه پورته کوي.

د دغه راپور له مخې، القاعده ډلې په تېرو دوو کلونو کې د تخار او بدخشان د سرو زرو له کانونو څخه د څه باندې ۱۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت استخراج کړی دی.

د فارن پالیسي په وینا، "القاعده ډلې د افغانستان د طبیعي شتمنيو په لوټ کولو لاس پورې کړی او همداراز نړۍوالې بشري مرستې غلا کوي.

نور خبرونه

رادیو