په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر (اوچا) وایي، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي.

د اورښتونو او سیلابونو له امله د یو شمېر لارو تړل کېدو د ژغورونکو ډلو کار هم ستونزمن کړی دی.

اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد په شمال کې فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او دایکندي ولایت د هېواد په مرکزي ولایتونو کې تر ټولو اغېزمنې سیمې بلل شوي دي.
د راپور له مخې، په دغو اورښتونو کې ۳۸۴ کورنۍ په شدیده توګه زیانمن شوي دي.
دغې ادارې له طالبانو سره په همغږۍ او د خپلو بشردوستانه شریکانو په همکارۍ سره له زیانمنو کورنیو سره د مرستو د ژمنو ترڅنګ زیاته کړې ده، چې په ځینو سیمو کې د پلونو د ویجاړېدو له امله زیانمنو سیمو ته لاسرسی نه لري.
اوچا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې د تېرو دوو ورځو په اورښتونو کې څه باندې یو نیم زر جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي.
د یادولو ده، چې په هېواد کې وروستی ژمی د افغانانو لپاره سخت او خونړی ژمی و، چې له امله یې لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، زرګونه څاروي له منځه ولاړل او سلګونو کورنیو ته سخت مالي تاوانونه واوښتل.

نور خبرونه

رادیو