د وروستیو بارانونو له امله په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله اته مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ډلې یوه مسوول خطیر احمد رسنیو ته ويلي، په مړو کې د څلورو هغو عمرونه تر لسو کلو کم دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وري ۱۲مه) د خېبرپښتونخوا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه ایالت په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د توندو بارانونو له امله د سیلابونو راوتلو او د استوګنځيو د چتونو پرېوتو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې عمرونه یې له یو څخه تر اوو کلونو پورې دي.

تېر کال په پاکستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو پر مهال هغو بېوزلو کورنیو ته زیات زیان اوړي چې یا په خټینو کورونو او یا هم سیندونو او خوړونو ته څېرمه استوګن وي.

نور خبرونه

رادیو