پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان صوبې د کوټې ښار شمال ختیځ ته په هرنايي کې نن د چاودنې له امله کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د هرنايي مرستیال کمېشنر جاوېد ډومک یوايي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ماري پټروليم شرکت يوې ډلې د ګازو د پلټنې سروې کوله.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
بلوچستان له څو کلونو راهیسې د هغو ډلو له خوا د بغاوتونو ډګر دی، چې د اسلام اباد له مرکزي حکومته خپلواکي غواړي.
که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې وسله وال یې ځپلي، خو لا هم په دې صوبه کې تاوتریخوالی دوام لري.