د پاکستان لومړی وزیر وايي، هېواد یې د انرژۍ، سوداګرس او پانګونې په ګډون مختلفو برخو کې له روسیې سره د دوه اړخیزو اړیکو زیاتېدل غواړي.
شهباز شریف نن دا خبرې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د ورسیې له سفیر سره په لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي شریف د مسکو او اسلام اباد د خپلمنځي کمېسون د ناستې پر ژر جوړېدو هم ټینګار وکړ.
ټاکلې ده دا کمېسون د رون میلادي کال وروستیو کې په روسیه کې غونډه وکړي.
نوموړي له روسې وغوښتل چې له پاکستان سره د سوداګیزو اړیکو او پانګونې د پراختیا لپاره خپل پلاوی اسلام اباد ته واستوي.
هغه د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته هم د پاکستان بلنه ور کړه.