د پنجشنبې په ورځ د کرمې په مرکزي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله څلور کان کېندونکي چې درې یې د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، ځايي خلکو د ډبرو سکرو له کان څخه مړي او ټپيان را اېستي دي.
د پولیسو یوه چارواکي جاويدالله محسود د دغې پېښې پخلى کړى او ویلي یې دي، چې پېښه د کرمې ولسوالۍ په ډنډ خويداد خېلو سيمه کې د کولرو په کان کې د گازو خپرېدو له امله رامنځته شوې.
هغه زياته کړه، چې د پېښې په تړاو پلټنې لاهم دوام لري.