د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ پلاوو په کابل کې په دوو ورځنیو خبرو اترو کې د سیاست او تجارت پر بېلوالي او یو لړ نورو سوداګریزو برخو هوکړه کړې ده.
په همدې حال کې په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نورالدین عزیزی او خورم اغا په مشرۍ دواړو پلاوو په خبرو اترو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د تړون، د سوداګریزو لاریو چلوونکو ته د یو بل خاورې ته د موقتي داخلېدو سند، هوایي ټرانزیټ، د سوداګریزو موخو لپاره د سرحدي څانګو ۲۴ ساعته فعالیت، د افغانستان او پاکستان له لارې د ټرانزیټ په برخه کې د ستونزو د حل کولو په برخه کې پرمختګ شوی دی.
د ذبیح الله مجاهد په وینا؛ پاکستان امادګي ښودلې چې د افغانستان د ډبرو سکاره به له طالبانو په نړۍواله بیه وپیري.
مجاهد ویلي، چې دواړو لورو هوکړه کړې چې تر لاتلونکو دوو میاشتو پورې به د اپټا هوکړه لیک نهايي کړي.
دغه هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال د افغانستان د سوداګرۍ پخواني وزیر انور الحق احدي او د هغه پاکستاني سیال مخدوم محمد فهیم له خوا امضا شوی و او هوکړه شوې وه چې دواړه هېوادونه به یو بل ته خورا ډېرې اسانتیاوې برابروي.
د دغې هوکړه لیک له امضا وروسته افغانستان په وار - وار په پاکستان انتقاد کړی و، چې دغه هوکړه لیک نه پلي کوي.
د طالبانو ویاند ویلي، چې پاکستان په نوې هوکړه کې ژمنه کړې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به د کراچۍ په بندرونو کې له نړۍوالو کانټینرونو محلي کانټینرونو ته د افغان سوداګرانو د توکو د انتقال په برخه کې اسانتیاوې برابروي.
د هغه په وینا؛ دواړو لورو هوکړه کړې، چې په اته قلمه زراعتي او دوه قلمو صنعتي توکو ګمرکي تعرفې په دواړو هېوادونو کې ونه لګول شي.
مجاهد وايي، چې پاکستان سره یې دا هوکړه هم کړې، چې د یو کال لپاره په ازمایښتي توګه د دواړو هېوادونو لارۍ د یو بل په خاوره کې په خپلواکه توګه کرځېدلای شي او دغه چاره به د روان میلادي کال د می له میاشتې پیل شي.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان له خوا پر افغان توکو لګیدلي بانکي ګرنټي پر لرې کولو هم هوکړه شوې او پاکستان به تر راتلونکې یوې اونۍ پورې دغه ګرنټي لرې او یوازې په بیمې اکتفا وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزي اړیکي له ګڼو ستونزو سره مل دي.
هر کال د افغانستان د میوو او ترکارۍ د حاصلاتو وخت کې د افغان سوداګرو میوې او ترکارۍ د پاکستان د پولې د بندیدو او یا دننه پاکستان کې د جوړېدونکو ستونزو له امله خرابیږي او دغو سوداګرو ته لوی زیان اړوي.
په همدې حال کې د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو نړۍوال کاروبار هم د کراچۍ په بندرونو کې د محدودیتونو او جوړو شویو ستونزو له امله تر ډېره له خنډ او ځنډ سره مخامخ وي او ډیری سوداګر یې مجبور کړي، چې تر ممکنه بریده د ایران لارې ته مخه کړي.