د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزي په افغانستان کې پر طالب ځواکونو د مقاومت جبهې د ادعا شوي برید هرکلی وکړ.
جان اڅکزي د دې جبهې د دوو ورځو مخکې ادعا شوي برید په بیا ټوېټ کولو سره لیکلي: "الله اکبر".
مقاومت جبهې د مارچ په ۲۶ په دغه ټوېټ کې ادعا کړې، چې په کابل او غور کې یې په دوو بریدونو کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جان اڅکزی چې د پاکستان په حکومت کې کوم مهم مقام هم نه لري، په دغه هېواد د بریدونو ډېرېدو سره د افغانستان او طالبانو خلاف څرګندونو سره مشهور شوی دی.
نوموړي درې ورځې مخکې ویلي وو، چې که پر پاکستان بل برید وشو؛ نو ځواکونه به یې د افغانستان خاورې ته ننوځي او منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره به پر واخان ولکه ټینګه کړي.
د نوموړي له څرګندونو یوه ورځ وروسته بلوڅ بېلتونپالو پر ګوادر برید وکړ او په ځواب کې د افغان پوځ پخواني چارواکي خوشال سعادت ورته ولیکل چې د واخان د نیولو خوب کې به یې ګوادر له لاسه ووځي.