پر چینايي انجینرانو له برید وروسته، پاکستان کې د توربېلې پراختیایي پروژه ودرول شوه

AP ۱۴۰۳ وری ۹

د پښتونخوا په شانګله کې په یوه ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو له وژل کېدو وروسته چینايي کمپنۍ د توربېلې د پراختیايي پروژې کار وځنډاوه.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې چینايي شرکت د دغه هېواد د اتباعو له وژل کېدو وروسته تر ۲۰۰۰ډېر کار کوونکي کور ته لیږلي.

پاکستاني رسنيو د پنجشنبې په ورځ د وږي په ٩مه خبر ورکړ، چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې په یوه ځانمرګي برید کې داسو بند ته روان ۵ چینایان ووژل شول. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان د کارګر د اتحاديې عمومي منشي اسلم عادل د دوه زره کارګرو د کار د بندېدو خبر تاييد کړ او ويې ويل چې دغه کارګر حق لري چې د پروژې تر بيا پيلېدو د خپل مياشتني معاش نيمايي برخه ترلاسه کړي.

په اسلام اباد کې د چين سفارت د سې شنبې په ورځ د وري په ٧مه، په یوه بیان کې وویل چې، پر دغو انجنيرانو خيبر پښتونخوا کې هغه مهال ځانمرګی بريد وشو، چې د دوى موټر د داسو برېښنا بند پر لور روان و.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ د وري اتمه د پاکستان د انرژۍ د پراختيا د ادارې مشر جنرال سجاد غني د چين له سفير سره د پروژې له ساحې څخه ليدنه وکړه او چينايي انجنيرانو او کارګرانو ته يې د هغوی د خونديتوب ډاډ ورکړ.

نور خبرونه

رادیو