د پاکستان او ایران د ګازو پایپ لاین پروژې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، هغه ټولو ته مشوره ورکوي چې له ایران سره سوداګري د امریکا د بندیزونو ګواښ ګرځېدای شي.
هغه تېره ورځ ناوخته په یوې خبري غونډه کې د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو پروژې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې هغه د کوم احتمالي اقدام په اړه تبصره نه شي کولی؛ خو که هر څوک له ایران سره سوداګري کوي د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ کېدی شي.
هغه زیاته کړې:« ټولو ته دا یوه مشوره ده، چې له ايران سره تر سوداګرۍ وړاندې دې په دې اړه غور وكړي او موږ د دغې پروژې د پرمختګ ملاتړ نه كوو.»
د فبرورۍ په ۲۳مه د پاکستان کابينې د ايران له پولې تر ګوادر پورې د ۸۱ کیلو مټره پايپ لاين د غځولو منظوري ورکړې وه.