په خیبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو له وژل کېدو وروسته، د چین سفارت د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملانو ته دې «سخته سزا» ورکړي.
د چین سفارت له پاکستانه غوښتي چې په دغه هیواد کې د چینايي وګړو امنیت ټینګ کړي.
په اسلام اباد کې د چين سفارت سه شنبه د (وري اوومه)، په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پر دغو چينايي انجنيرانو د خيبر پښتونخوا ايالت د شانګلې په بشام سيمه کې تېره ورځ ماسپښين يوه بجه هغه مهال ځانمرګى بريد وشو، چې د دوى موټر د داسو بریښنا بند په لور روان و.
په پاکستان کې د چین سفارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د پاکستان په همکارۍ به د دغه برید د ورستیو ټکانونو د مدیریت لپاره پوره هڅه وکړي.
داسې ښکاري چې چین د دې پیښې په اړه اندېښنه لري چې د چینایي شرکتونو او هغو انجینرانو په مورال به بده اغېزه ولري چې په ټول پاکستان کې په بیلابیلو پروژو کار کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه پېښه غندلې او ژمنه یې کړې چې پر چینايي انجنیرانو د برید عاملان به محاکمه کړي. نوموړی پرون په اسلام اباد کې د چین سفارت ته هم د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ورغلی و.
د چین سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هېواد په پاکستان کې د چینايي وګړو، شرکتونو او پروژو د ساتنې لپاره پوره هڅې کوي او له خپلو وګړو یې غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه ده اخیستی. تحریک طالبان پاکستان په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.