د قبایلي سیمې سوېلي وزیرستان او پکتیکا تر منځ د انګور اډې دروازه چې پر ډیورنډ کرښه جوړه ده او د دواړو لوریو خلک پرې تګ راتګ کوي تازه د طالبانو حکومت تړلې ده.
دغه لاره له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او وېزې په جبري کېدو بنده کړې.
د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغې دروازې د بندېدو په اړه لا معلومات نه دي ورکړي.
ځايي سرچینو له سوېلي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې، پر ډیورنډ کرښه طالبانو د انګور اډې لاره تړلې او په دروازه کې یې دیوال پورته کړی.
د انګور اډې لاره له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او وېزې په جبري کېدو تړلې وه او ټینګار یې دادی چې د پخوا غوندې خلک پرې په پاکستاني شناختي کارډ او افغان پېژندپاڼې تګ راتګ نه شي کولای.
تر هغه وروسته بیا د سوېلي وزیرستان واڼه او انګور اډې خلکو همدې دروازې ته څېرمه پرلت وهلی چې لا هم دوام لري او لومړۍ غوښتنه یې داده چې دغه لارې دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ ته پرانیستل شي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه لاره د پاکستان حکومت له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې تړلې او یوازې هغو خلکو ته اجازه ورکوي چې پاسپورټ او وېزه ولري.
هغه زیاتوي چې: «شاوخوا پنځه میاشتې مخکې پاکستاني حکومت دروازه بنده کړې وه، او څو ورځې وړاندې یې یوازې د انګور اډې ځايي خلکو ته خلاصه کړه، له هغه وروسته طالبانو ورته وويل چې یابه ټولو خلکو ته د پخوا غوندې په شناختي کارډ او افغان تذکره خلاصیږي او یا یې بلکل بندوو، بیا پاکستاني پوله ساتو ونه منله، نو هغه و چې طالبانو په دروازه کې دیوال پورته کړ او لاره یې وتړله.»
د پکتیکا له برمل ولسوالۍ څخه د شاهد زمري په مستعار نوم یوه تن افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې طالبانو له پاکستاني حکومته وغوښتل چې دغه لاره دې د ټولو لپاره خلاصه کړي خو هغوی یوازې د انګور اډې خلکو ته خلاصه کړې وه چې طالبانو په دیوال ور بنده کړه.
د انګور اډې پرلت والو پنځه میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزو د جبري کېدو په غبرګون پرلت پیل کړی او هغه مهال د پاکستان حکومت ته څوارلس غوښتنې وړاندې کړې وې چې که یې ورسره ومني پرلت به پای ته رسوي.
د انګور اډې پرلت والو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، په سیمه کې د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.