د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له پروني برید وروسته د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ نن په اسلام اباد کې بیړنۍ امنیتي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پوځ لوی درستیز وویل؛ د پاکستان مېلمنو ته د بد نظر کتونکو ترهګرو تر ختمولو به جګړه وکړي.
جیو نیوز په دې غونډه کې د پاکستان د پولو په اوږدو کې د ترهګرو د پټنځیونو په اړه جدي اندیښنه څرګنده شوه.
په دې غونډه کې د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وویل، چې په دې هېواد کې به د ترهګرو پروړاندې تر هغه وخته مبارزې ته دوام ورکړي، چې د خلکو او په دې هېواد کې د مېشتو بهرنیو په ځانګړې توګه د چینایي وګړو ژوند خوندي شوی نه وي.
د هغه په خبره، د پاکستان پوځ به د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو مبارزه وکړي.
له دې سره، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا پر چینایي وګړو د ترهګریز برید په اړه د بشپړو پلټنو امر وکړ.
نوموړي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو سربېره د دې پېښې د عاملینو د نیولو ډاډ هم ورکړ.
د ویلو ده، چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل او یو شمېر نور ټپيان شول.
له دې برید وروسته د چین سفارت د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملانو ته دې «سخته سزا» ورکړي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه هیڅ کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او تحریک طالبان پاکستان هم په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.