تحریک طالبان پاکستان: په شانګلې کې پر چینایي انجینرانو برید زموږ کار نه دی

AP ۱۴۰۳ وری ۷

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې په شانګلې کې پر چینایي انجینرانو برید د دې ډلې کار نه دی.

ځینو رسنیو ویلي وو، چې ښایي دا برید د تحریک طالبان پاکستان د ډلې کار وي.

د سې شنبې په ماسپښین د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان امنیتي مسوولان وایي، چې په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.

د پښتونخوا د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور له رویټرز سره په خبرو کې د پېښې په تایید سره وایي، چې په دغه برید کې پر ۵ چینایي انجنیرانو سربېره د هغوی یو پاکستانی موټروان هم وژل شوی دی.

دغه بیان کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان موخې لکه رڼا ورځ روښانه دي او هغه د پاکستان د امنیتي پوځ او د پوځ د اجنټانو په نښه کول دي، دوی په هېڅ ډول په دې برید کې ښکیل نه دي.

نور خبرونه

رادیو