د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن ددغې ډلې تر واک لاندې د ارګ په انګړ کې د نیالګیو کینولو پرمهال له افغانانو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.
د ملا برادر په خبره، نیالګي لګول هم وطن ښکلی کوي او هم چاپېریال پاک ساتي چې دواړه د صحت لپاره ګټور دي.
د طالبانو د چارو ادارې مشر هم د نيالګيو کېنولو کمپاین پرانيست غونډه کې وويل، چې د هېواد زرغونتيا د نظام او ولس مسووليت دی او ټول بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ترسره کړي.
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام د ځنګلونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ووېل، چې په افغانستان کې یې په تېره یوه لسیزه کې ۲۳ میلیونه ونې ایښې دي.
دغه سازمان نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا ونې یې د خپلو شریکانو په همکارۍ لګولې دي.
دې ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره هم ویلي، چې افغانستان ۱،۷۸ میلیونه هکټاره ځنګلونه او ځنګلي سیمې لري، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۴ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام په خبره: «د ونو اېښودل د خاورې ساتنه کوي او زرګونو کورنیو سره مرسته کوي چې صحي خواړه وخوري او د میوو په خرڅلاو سره ژوند برابر کړي.»
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې ددې لامل شوي دي، د ځنګلونه برخه ډېره زیانمنه شي.