د کرنې او خوړو اداره: په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان شاوخوا ۳۴سلنه ځنګلي پوښښ له لاسه ورکړی

AP ۱۴۰۳ وری ۲

نن د مارچ ۲۱مه د ځنګلونو نړۍواله ورځ ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره (اېف، اې، او) وایي، افغانستان شاوخوا ۱.۷۸ مېلیونه هکتاره ځنګلونه او بوټي لري چې د دغه هېواد د ټولې خاورې شاوخوا ۲.۸ سلنه جوړوي؛ خو په افغانستان کې ځنګلونه په چټکۍ سره کم شوي دي.

د دغې ادارې په یوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د ځنګلونو د له منځه وړلو منځنۍ کلنۍ کچه ۲.۳ سلنه وه.
د دغې ادارې په وینا، د ۱۵ کلونو په موده کې افغانستان شاوخوا ۳۴ سلنه ځنګلي پوښښ له لاسه ورکړی دی.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د ځنګلونو د تخریب لوی لامل د طبیعي زېرمو زیات استخراج دی.
په دغه راپور کې د ځنګلونو د یوه کارپوه شریف الله ساپي له قوله راغلي:« له بده مرغه په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان ځنګلونه په بې رحمانه توګه پرې شوي دي؛ نو له همدې امله اوس‌مهال موږ د ځنګلونو په بېلابېلو برخو کې ځانګړې قطعې جوړې کړې دي، تر څو له هر ډول طبیعي او نورو پېښو څخه خوندي پاتې شي او کومې ستونزې چې د ځنګلونو له پرې کولو راټوکېږي مخنیوی یې وکړو؛ ترڅو پاک او سالمه چاپېریال ولرو.»
د کرنې او خوړو اداره وایي، په دې وروستیو کې یې د کونړ ولایت له کلیوالو ټولنو سره د ځنګلونو د بیارغونې لپاره د ۵۵۰ زرو د غوزانو، ځڼغوزيو د نیالګیو د برابرولو او د کرنیزو ځنګلونو په توګه د خوږو نارنجو او شفتالو د نیالګیو مرسته کړې ده.
‏د دغې ادارې په وینا، د ۷۳ د اوبو زېرمو په جوړولو سره یې د کلیوالي ټولنو سره مرسته کړې چې د خاورې د تخریب مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو