د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې رياست د سالنګ په ګډون په لسو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو، تالندې او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ.
دې ادارې نن ویلي، په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پنجشېر، نورستان، پروان، سمنګان او بامیان کې به دا ورښت وشي.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د واورو او بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې وي.
دغه وړاندوینه په داسې حال کې کیږي، چې د بادغيس امنيه قوماندانۍ ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د سيلابونو او تالندې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې په افغانستان کې د درنو واورو او د سړې هوا له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۷۰ زرو زیات څاروي له منځه تللي دي.
سړې هوا او د افغانانو بېوزلۍ ته په کتو سره نړبواله مرستندویه ادارې وایي، چې افغانستان سږکال سخت ژمی تېر کړ.