د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ په غولغي سیمه کې د یوه کور د چت راغورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.
ويل کیږي، دغه پېښه د وروستیو ډیرو ورښتونو له امله رامنځته شوې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) د دې خبر په خپرولو سره زیاته کړې ده، چې د پېښې پنځه قربانیان ماشومان دي.
د بادغیس ولایت ځایي چارواکو هم له رسنیو سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او وایي، چې د دې کور چت د وروستیو ورښتونو له امله لوېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په روانه میاشت کې یوازې په بادغیس، هرات، خوست، کونړ او سرپل ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو له امله ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، په بادغیس، هرات او سرپل ولایتونو کې ۱۶ کسان مړه شوي او په خوست او کونړ کې بیا پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د یادونې ده، چې په وروستیو اونیو کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د درنو واورو او اورښتونو له امله لویې لارې بندې شوې، زرګونه څاروي مړه شوي او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې کورونه هم نړېدلي دي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي.