د افغانستان په بلخ ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام استازی وايي، وروستۍ واورې ډېرې رمې له منځه یووړې.
نجیب الله رحماني زیاتوي، د څارویو مړینې سره شپانه او کرنګر د خپلې کورنۍ د مړولو وسیله له لاسه ور کړه.
ښاغلی رحماني یوه ویډیو کې وايي، پخوا بلخ د افغانستان د ډوډۍ زېرمتون بلل کېده، خو اوس یې خلک له اقلیمي بدلون اغېزمن دي.
نوموړی زیاتوي چې دې خلکو ته تر ټولو مهمهد داسې اوږدمهالې حل لارې موندل دي چې له مخې یې له اقلیمي بدلون سره جوړ شي.
د طالبانو د پېښو ته د رسېدو وزارت درې ورځې مخکې وویل، چې د واورې او باران له امله ۶۰ کسان مړه او ۲۳ ټپي شوي دی.
دا وزارت زیاتوي چې په دې موده کې شپږ سوه کورونه هم ټول یا سرسري وران او یو لک ۷۷ زره، ۹۱۱ څاروي له منځه تللي دی.