د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په افغانستان کې د سختو بارانونو او واورې د کېدو اټکل کړی

AP ۱۴۰۲ کب ۲۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزون د ټرانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې د ادارې په حواله ویلي، چې د افغانستان په نېږدې ۱۹ ولایتونو کې به نن او سبا شدید بارانونه او واورې وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره زیاتوي، چې په هلمند، فراه، نیمروز، هرات، فاریاب، زابل، روزګان، غزني، دایکنډي، غور، بادغیس، کندهار، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د دوی د اټکل له مخې نن او سبا شدید بارانونه او واورې کېدونکې دي.

په افغانستان کې د وروستیو واورو له امله نېږدې ۴۱ ټنه مړه شوي او لسګونه نور تپیان شوي دي، په ورته وخت کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه کورني څاروي هم مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو